تازه خبر : دکندهار غورک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدله

عزم(شنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۵ل):له کندهار ولایت څخه تر لاسه شوي خبرونه وایي چې د همدې ولایت غورک ولسوالۍ دطالبانو په لاس سقوط کړی دی .

غورک ولسوالۍ  ددوو نا امنو ولایتونو هلمند او اروزګان او دکندهار له میوند او خاکریز ولسوالیو ترمنځ پرته  ولسوالي ده .

طالبانو هم دیوې خبر پاڼي په خپرولو سره ویلي چې د یوه پراخ برید په پایله کې یې دولتي عسکر شاتګ ته مجبور کړي دي .

له کندهار څخه دعزم ویب پاڼي همکار زیاتوي چې د اولسي خلګو د رابطې له مخي معلومات ورته رسیدلي دي چې دولتي ځواکونه له لږ مقاومت وروسته د میوند ولسوالۍ په طرف ولاړل او ولسوالۍ طالبانو ونیوله .

شاوخوا درې اونۍ وړاندي د طالبانو د یوه برید په پایله کې چې دغورک ولسوالۍ مربوط دوې قرارګاوي یې په نښه کړي وې تر ۵۰ زیات عسکر پکې ووژل شول ، ددې ترڅنګ ګڼي وسلې هم طالبانو نیولې وې .

د نظامي چارو متخصصین په دې اند دي چې د غورک ولسوالۍ په نیولو سره طالبان کولای شي چې دکندهار دوې نوري ولسوالیو امنیت هم تر تاثیر لاندي راولي .
دکندهار ولایتي او کابل مرکزي چارواکو تر اوسه دغورک ولسوالۍ د سقوط په هکله څه نه دي ویلي .

جاوید احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close