ارزګان ولایت کې طالبانو پرمختګ کړی پراخې سیمې یې نیولي دي

عزم (جمعه، میزان ۳۰مه، ۱۳۹۵ل ): تیره شپه طالبانو د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند کورت کاڼي په یو ستر پوځي پنډ غالي او د پای په دوو پوستو تعرضي بریدونه وکړل او درنې نښتې رامنځ ته شوې.
طالبان وایي چې په دواړو سیمو کې بریدونه په پوره بریالیتوب سرته رسیدلي دي.
طالبانو په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې د کورت کاڼي پوځي پنډغالی او د پای دواړه پوستې یې نیولي او حکومتي عسکر یې د تلفاتو په لیدو تیښتې ته اړ کړي دي. په دې بریدونو
خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو په دې بریدونو کې یې یو ټانک ، و رینجر او ګڼ شمیر پوځي مهمات ولجه کړي دي.
د ارزګان حکومتي ولایتي چارواکو تر دې وخته د حکومتي د پوستو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي خو پرون یې ادعا کړي وه د ولایت په مرکز کې یې د چولنګر سیمه له طالبانو نیولي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
مګر طالبانو نن په یوه ویډیووي کلیپ کې وښودل چې چولنګر سیمه اوس هم د طالبانو تر کنترول لاندې ده او طالبان پکې عادي فعالیت کوي.
د دهراود په ولسوالۍ کې د کورت کاڼي او د پای پوستو په نیولو سره پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
طالبان وایي چې اوس د ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ او د هلمند ته تللي ټولې مهمې لارې د دوی پر مخ خلاصې او په ډاډ سره ګشت و ګذار کولی شي
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: