فاریاب کي طالبانو زیات پرمختګ کړی او پراخې سیمې يې نيولې

د فاریاب ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کي طالبانو زیات پرمختګ کړی او پراخې سیمي یې نیولي دي.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، تیره شپه یې د یادې ولسوالۍ اړوند په ینګي قلعه، جاجي قشلاق، کوسه قلعه، کته قشلاق، تپه قشلاق او آنه بیک سیمو کي په عسکرو بريدونه پيل کړل، چي په پایله کي یې دغه سیمي د دوی لاس ته ولوېدلې.

بیان زیاتوي، چي په درې ساعته جګړه کي یې دغه ټولې سیمي او دوه پوستې ونیولې.

طالبانو ویلي، په جګړه کي يې د قومندان سیف الله اربکي په ګډون ۵ تنه وژلي او پاته نور ټول اربکیان او پولیس له سیمي تښتیدلي دي.

په دغه جګړه کي طالبانو وسلې او ګڼ پوځي مهمات نیولي دي.

طالبانو په جمعه بازار کي دغه پرمختګ په داسي مهال کړی، چي د دوستم ملېشو په چهلګزي ولسوالۍ کي د ولسي وګړو۵۰ کورونه لومړی چور کړي اوبیا يې سوځولي دي.

د سیمي اوسیدونکي وایي، چي د دوستم ملېشې د خپلو زیانونو غچ له و لسي وګړو اخلي او زیات شمېر ولسي وګړي یې نیولي، چي د هغوی تر شکنجو لاندې دي.

د تیري یکشنبې په شپه دوستم په فاریاب کي د طالبانو په ضد عملیات پيل کړل، چي له درندو تلفاتو سره مخ شو او د پنځو قومندانانو په ګډون یې تر ۲۰۰ زیاتو ملېشو او عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close