ننګرهاریان: شپني عملیات دې زر تر زره بند شي

عزم (سه شنبه، میزان۲۰مه، ۱۳۹۵ل ): پرون په کامه ولسوالۍ کې د ننګرهار د ولسې جرګې وکیلان ، د پوهني وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن، دیني علماء قومي مشران او عام خلک په هغه کور کې د اعتراضیه غونډې لپاره راټول شوي و په کوم کې چې د میزان په ۱۴ مه نیټه د ملي امنیت سرتیرو څلور وروڼه او یو دیني عالم شهیدان کړي و.
دوی په یو غږ د ګډ حکومت له مشر اشرف غني څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د شپنیو عملیاتو د بندیدو امر وکړي.
د ولسي جرګې وکیل فریدون مومند وویل چې شپني عملیات د ولس او حکومت تر منځ نور هم واټن زیاتوي باید دا عملیات زر تر زره بند شي. فریدون زیاته کړه شپني عملیات د ملکي خلکو د وژلو د پلان یوه برخه ده ملکي خلک پکې وژل کیږي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني باید د دې عملیاتو د بندیدو امر صار کړي.
صدیق پتمن غونډې ته د وینا په وخت د ملي امنیت اداره د ملي مصیبت په نوم یاده کړه او زیاته یې کړه چې په هیواد کې ټولې ستونزې او مشکلات همدې ادارې رامنځ ته کړي دي.
قومي مشر ملک نوازخان وویل چې حکومت دې د ملکي خلکو له وژلو لاس واخلي ملک نواز خان وویل: کوم چا چې د میزان ۱۴ مې غمجنې پیښې د پیښولو راپور ورکړی باید محاکمه شي او سنګینه جزا ورکړل تر څو د نورو لپاره عبرت شي.
د کامې ولسوالۍ ديني عالم او د دغې ولسوالۍ د عالمانو د شورا مشر مولوي حافظ الدين هم د غوندې برخوالوته وینا وکړه او ویې ویل : کله چې زمونږ امنیت حکومت نه شي ساتلی مونږ مجبور یو چې د خپل امنیت د ساتنې په خاطر یو میل وسله ولرو کله مو چې کور ته د شپې غل راځي او یا د غل په شکل کې د حکومت سرتیري راځي خامخا به پرې ډزې کوو، حافظ الدین وویل که ملي امنیت په کوم دیني عالم شک لري مونږ ته دې خبر راکړي مونږ به یې په خپله خوښه د ملي ادراې ته ور استوو.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاني د دې غونډې د وینا کوونکو په غبرګون کې وویل چې د میزان څوارلسمې پیښې د څیړنو لپاره یو کمیسیون ګمارل شوی چې ډیر ژر به یې نتیجه مالومه شي.
د د ې پیښې نه وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یو حاجي په کور هم د امریکایي الوتکو له خوا بمبارد شوی او ۲۷ تنو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولي وه، په پیل کې د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي و چې وژل شوي ټول د داعش غړي دي خو وروسته معلومه شوه چې په وژل شویو کې د داعش هیڅ غړی موجود نه و.
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close