کندز ښار کې د ننه د طالبانو او حکومتي سرتیرو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده

عزم (دوشنبه، میزان ۱۱ مه، ۱۳۹۵ل ): تیره شپه دوه بجې طالبانو د کندز ولایت په مرکز له څلورو خواوو تعرضي برید پیل کړ او تر دې وخته په شدت سره جګړه روانه ده.
طالبان وایي : تراوسه یې د نوآباد سیمه په ټولیزه توګه تر خپل کنترول لاندې راوستي همدغه راز یې ۴ مهمې پوستې (دقومندان شریف پوسته، دقهوه خاني پوسته، دوه د زرخرید پوستې) هم نیولي دي.
د کندز ښار اوسیدونکي وایي چې طالبان د ښار د ننه سه درک بختۍ میدان او سپین زر چمن سیمو ته رارسیدلي دي. عبدالله شوګیر وایي چې حکومتي سرتیري ډیر وار خطا دي او طالبان چټک پرمختګ کوي.
حکومتي سرچینو تر دې وخته رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په تیرو څلورو ورځو کې دفاع وزارت په کندز ولایت کې د چاڼیزو عملیاتو ګڼ رپوټونه خپراره کړي او د سلګونو طالبانو د وژلو ادعا یې کړي وه خو اوس داسې معلومیږي چې دفاع وزارت د تیر په څیر یو ځل بیا خلکو ته حقائق نه دي ویلي او طالبان د کندز په ولایت کې قوي حضور لري.
طالبانو له کندز پرته د هلمند او ارزګان په ولایتونو کې هم پرمختګونه کړي ډیری پوستې او سیمې یې له حکومتي سرتیرو نیولي دي. تیر ماښام ناوخت له هلمند ولایت نه داسې خبرونه هم راغلي و چې د نادعلي ولسوالۍ فارم په سیمه کې ۲۳ تنه عسکر له خپلو وسائطو او وسلو سره ته طالبانو ته تسلیم شوي دي.
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: