ایران نیول شوي نا قانونه افغانان په پنجرو کې نندارې ته وړاندې کړل

عزم ( شنبه، وږی ۲۰مه، ۱۳۹۵ل ): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د فارس ولایت په شیراز ښار کې ټول هغه ناقانونه توکي چې په تیرو دوو ورځو کې یې نیولي خلکو ته وښودل رسنۍ وایي چې په دې توکو کې الکولي مشروبات، ناقانونه فلمونه او په ایران ناقانونه اوسیدونکي نیول شوي افغانان شامل دی.
راپورنه وایي چې افغانان د وحشي حیواناتو په څیر په پنجرو کې اچول شوي و او خلکو یې ننداره کوله. د ایران دا کار د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د ګاونډیتوب له اصولو په ټکر کې دی چې په خپله په ایران کې هم د سني مسلمانانو لخوا غندل شوی دی.
له امریکا وروسته ایران هغه دویم هیواد دی چې افغانان یې په قفسونو کې اچولي او بشریت ته یې سپکاوی وکړ. خو په افغانستان کې یو شمیر هزاره توکمي او د نظار شوری غړو د ایران د روحاني مشرانو په نومونو جادې، څلورلاري او تعلیمي ادارې نوموي او درناوی یې کوي.
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close