په ګرمسیر کې د عسکرو ۳ تعارضي بریدونه ناکام او دوه عسکر طالبانو اسیران کړي دي.

عزم (یکشنبه،زمری۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند په ګرمسیر او نادعلي ولسوالیو کې له یوې اونۍ درنې جګړې وروسته طالبانو د دواړو ولسوالیو مهمې سیمې ، پوستې او قرارګاوې نیولې او د هلمند د ولایتي شوری د رئیس کریم اتل او اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان له قوله چې دولتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي. خو نن سهار یوې خواته د هلمند د قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد معین فقیر او د هلمند والي حیات الله حیات مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې او بل خوا دولتي ځواکونو په ګرمسیر ولسوالۍ کې د لاسه وتلیو سیمو د بیرته نیولو او د تیرې شپې په جګړه کې د وژل شویو عسکرو د جسدونو وړلو لپاره تهاجمي تعارضي بریدونه کول.
طالبان وایي چې درې واړه تعرضونه یې په شاتمبولي دي او دتیرې شپې له جګړې نه تښتیدلي دوه تنه مسلح عسکر یې هم د جوارو په فصلونو کې پیدا او د اسیرانو په توګه نیولي دي.
د هلمند په مرکز لشکرګاه کې عام خلک ډیر پریشانه دي او په دولتي ځواکونو یې د مقاومت باور له لاسه ورکړی.
طالبانو ملکي خلکو ته ډاډ ورکړی او دوی یې خپل وروڼه بللي دي.

عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: