په کابل کې چاودنو ۴۰  تنه وژلي مجاهد دا پیښه غندلي او د دښمنانو شومه دسیسه یې ګڼلي ده

عزم ( شنبه ، زمری، ۳ مه ۱۳۹۵ ل): نن په کابل کې د هزاره وګړو د روشنايي جنبش سازمان په لویه مظاهره کې درې پرلپسې چاودنې وشوې ، ۴۰  تنه یی  ووژل او لسګونه نور یی ټپیان کړل .  د دغو چاودنو پړه په افغانستان کې د داعش ډلې پر غاړه اخیستي ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې ( موږ د ولس ترمنځ د بد بینۍ هره هغه هڅه په کلکه محکوموو چې ملت په قوم، ډله او جهت سره ویشي او بیایی سره جنګوي دا ډول پیښې دهیواد د غلیمو کړیو کار  اوخورا بداقدام دی  )

طالبان د ملکي وګړو وژنه  د هیواد د دښمنانو شومې دسیسې ګڼي او وخت پر وخت يی په هیوادوالو غږ کړی چې  د دغو دسیسو تطبیق کوونکي معلوم او فعالیتونه يی شنډ کړي .

یو شمیر خلک پدې پیښه کې د ملي وحدت حکومت په لاس لرلو تورنوي او وایی: د دې لپاره چې له ځانه یې ملامتیا لرې کړي وي لا پرون یې خبر ورکړی و چې په لاریون کوونکو د چاودنې احتمال شته.

دافغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر څه وخت وړاندې  ویلي وو چې  داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې ښیي د افغانستان د ملي امنیت شوری د داعش ډلې سره پخې اوژورې اړیکې لري او داعش له کابله حمایه کیږي .

عبدالوهاب عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: