د استانبول په بريد کې ۷ تنه سعودي اتباع ټپيان شوي

په ترکيه کې دسعودي سفارت ويلي چې داستانبول دتيرې شپې په بريد کې ۷ تنه سعودي اتباع ټپيان شوي، خو په ورته وخت کې يې ډاډ ورکړی چې د ټپي شويو هيوادوالو حالت د ډاډ وړ ده.
د سفارت په بيانيه کې راغلي چې له پيښې سمدستي وروسته په استنبول کې د سعودي قنصلخانې د عاجلو مرستو ټيم د أتاتورک نړيوال هوايې ډګر ته ورسيد ترڅو په هوايې ډګر کې دسعوديانو له اوضاع ځان خبر کړي.
د يادونې وړ ده چې دسې شنبې په ماښام په استنبول کې داتاتورک نړيوال هوايې ډګر تر بريد لاندې راغی، چې په ترڅ کې يې ۳۶ کسان ووژل شول او په لسهاو نور ټپيان شول، انقره ګمان کوي چې د پيښې ترشا دداعش لاس کيدای شي.
د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم ويلي چې په وژل شويو کې بهرني اتباع هم شتون لري، او په ټپيانو کې د ډيرو کمو کسانو حالت دانديښنې وړ ده.
لومړني تحقيقات ښيې چې درې ناپيژانده وسلوالو په اتاتورک هوايې ډګر کې له ځان انفجارولو وړاندې په مسافرو باندې ناتاره ډزې وکړې بريد ګرو په ټيکسي موټرو کې هوايې ډګر ته ځانونه رسولي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close