دبولدک ډله ييز برید دلسګونو عسکرو په وژل کيدلو سره پای ته ورسیدو

دکندهار په سپين بولدک کي هغه ډله ييز برید دلسګونو عسکرو په وژل کیدلو سره پای ته ورسیدو، چي نن له غرمې وروسته د ۵ برید کونکو له لوري دسرحدي پولیسو په څلورم کنډک پيل شو.

راپورونه وايي، چي ۴ برید کونکو لومړی په بې غږه تومانچو پيره داران وژلي او وروسته په خپل موټر کي کنډک ته ور ننوتلي دي.

برید کونکو کنډک ته له ور ننوتلو سره سم په میشتو عسکرو بریدونه پيل کړي او دکنډک په منځ کي يې خپل موټر ته انفجار ورکړی دی.

پنځم بریدکونکي دجګړې په مهال له کنډک څخه بهر دشاله لوري په عسکرو برید ترسره کړی دی.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي په جګړه کي یې تر۳۰ ډیر پولیس وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

له سیمي څخه یوه عیني شاهد زموږ همکار ته ویلي، چي په جګړه کي تر ۴۵ زیات پولیس وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ويلي، چي له جګړې وروسته پولیسو دبرید کونکو جسدونه له کنډک څخه را ايستلي او په سړک يې اچولي دي.

دکندهار امنیه قومندان دپيښي په ځای کي ویلي، چي په برید کي ۲ عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي، چي د برید له امله دکنډک زیاته برخه ويجاړه شوې ده.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close