د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې ۶ چاودنې شوي او د ډزو غږونه اوریدل شوي

عزم :(پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل):  نن د اندونیریا په پلازمېنه چاکارتا کې ۶ چاودنې شوي او د درنو ډزو غږونه اورېدل شوي.
پولیس وایي ، چاودنې د ولسمشرۍ ماڼۍ او دملګرو ملتونو دفترونو ته څېرمه د ساریناه مال په نوم د پلورنځيو مارکيټ مخته شوي .
د پېښې ځای پولیسو کلابند کړی او خلکو ته یې خبرداری ور کړی چې د ډزو او چاودنو له ځایه دې لرې واوسي، اوله دیوالونو او کرکیو دې نه ګوري.
د پلازمېنې تر ټولو لوی تجارتي مرکز مخته د شویو چاودنو وروسته پولیسو د نورو چاودو وېره هم ښودلې.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکې جیرمي ډوګلاس وویل ، د ۶ چاودنو غږ مو هغه وخت واورید چې د چاودنو له ځایه ۱۵۰ متره لري وو ، او مونږ خپلې ودانۍ ته منډه کړه او ۱۰ پوړ کې خپل دفتر ته وختو.
د رویټر خبري اژانس یوه عکاس ویلي . پولیس اوس د ودانۍ په لوري ډزې کوي او د موټرو تر څنګ یي مورچلونه نیولي.
د چاودنو پړه تر دامهال چا نده منلې.
دم ګړۍ لا معلومه نده چې څومره کسان چاودنو کې وژل شوي.
اصف افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: