دځوانيمرګ يار يو ناڅاپه بيلتون

لیکوال : خپلواک

داوسني خپل پاري دور په انسانانو کې په يوځای ګڼ اخلاقي اوفطري صفات موندل ناشونی کار دی، خوچې الله پرچا داسې لورينه کړې وي، نوهغه په ټولنه کې يونايابه انسان وي اونايابه انسان د ګڼو انسانانو په مېنځ کې غنیمت ګڼل کيږي، د ډیرو د اميد سترګې د ده لورته وي، د شمعي په څېر پرې مجلسونه روښانه وي، هرسړی يې په ارمان وي.
په انسان کې خيرخواهي، هوښیاري او اخلاص داسي صفات دي، چې څښتن ته يې دهرچا د خيرتمه وي اوله شره يې بې غمه وي، مرور يې پرمټ يوله بل سره پخلاکيږي اوچې د خلګو ترمينځ کیني نو دښمنۍ يې پر ورورۍ  وربدلې کړي، زما په ژوند کې چې ما په چاکې شپږ زرين صفات پريوه ځاي ليدلې: چې خيرخواهي،هوښیاري، اخلاص، خوشطبعي، استعداد، او پورکاري دي، نوهغه زموږ خوږ اوځوانيمرګ يار اومشرملګری مرحوم مولوي سيدمحمد حقاني صيب و، الله رب الجليل دي پرقبر انوار ووروي او الله رب العزت دې کورنۍ اوخپلوانوته دصبر اوښه راتلونکې توفيق ورکړي.
حقاني صيب زموږ نه يوه اونۍ وړاندي داسي يوناڅاپي رخصت واخيست، چې تراوسه لازموږ سره په ذهن کې په خبرو دی، هيڅ مو زړه نه مني چې له دونيانه دې رخصت اخيستی وي، فکرکوو چې اوس به يې يوځل بيا ووينو!
تردې ګړۍ زه دهغه په اړه له څوکرښو ليکلو هم عاجزه وم، په خيال کې دننه دهغه يادونو اوغمجن فراق رانه د باندني اظهار ژبه تروړلې وه
له دې سره چې موږ د داسي ټاټوبي خلګ يو چې ستونځې، مصيبتونه اودخوږو دوستانو جدايي راته کومه نوې خبره هم نه ده، خوبياهم ځیني غمونه دومره درانه وي، چې انسان يې زغم ته ماشوم شي، دالهي قدرت اوتقدير پر پریکړو د پوخ باورسره سره پرمازغو يوه پردیسه او ژړونکې نغمه سپره وي، چې زړه او روح ارام ته نه پریږدي.
باور وکړئ لکه خوب چې وينم چې:
په داسي روغ بدن،ارامو اعصابو اوخندرويه څېره به يوناڅاپه زموږ يار! پرته له کومې مقدمي له موږ سره  مخه ښه کوي، اورح به د دروح واکمن ته سپاري.
هغه خو يوفرياد وښ او وخ هم ونکړل: له خپل عادت سره سم په همغه عادي تبسم کې يې رانه سترکې پټې کړې، يابه يې دلته هم د تل په څېر د ملګرو رعایت کاوه او خپل ژور درد به يې له موږنه پټ کړی وي، د روغتون شپه يې د اکسیجن ترماسک لاندې وه؛ خو په نوراني څېره کې يې تغير رانغي؛ خپل ورور ته يې پخپله د مبایل له لارې ليک واستاوه، چې ځان راورسوه؛ تر وفات يوساعت وړاندې يې پرکاغذ وليکل چې شپه مي ارامه وه؛ ترپايه يې چې په پښو اولاسونوکې حرکت و، په تیمم يې لمونځ ونکړ، اودملګرو په مرسته يې اودسونه کول اوپه خشوع اوارامه يې لمونځونه وکړل.
لکه ژوند چې يې له ابرو ډک و، مرګ يې هم همداسي له ابرو اوعزت نه ډک و، همدغه خبره مي زړه ته تسکين راکړي، چې ياربه! ته پر صالحو خلګو دمرګ پر وخت هم همدومره رحم کوونکي يې، لکه په ژوندچې يې ابرو اوعزت ساتي.
که سړي ژور فکروکړي نو ترټوله ستره تسله دا ده، چې دانسان ژوند که هرڅومره ډیرشي بياهم لنډ دي، خو د مومن لپاره تردې زيات خيربل نشته چې د فتنو په دې دورکې د خير اوصلاح په لارکې خپل روح خپل رب ته وسپاري، همدا ورته ستراخروي سعادت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close