آیا تاسو هم غواړئ خپل ځآنی ویب پاڼه جوړه کړئ؟!!

حـسـن مـبـشـر

نن سبا انټرنیټ او ویب پاڼی دومره په ټولنه او کاروبار کی اغیر کړئ چی حتی ډیر عام و نالوستي کسان هم نیټ او هم ویب پاڼی چلوي. د انټرنیټ پراختیا او عامیدل د دی سبب شول چی اوسمهال تقریباْ د نړی ټول شرکتونه او د کسب او کار خاوندان خپل ځآنی ویب پاڼی او انټرنیټی آدرسونه لري.

په انټرنیټ کی له موجودیت او حضور پرته ستاسو کاروبار د هرڅومره وسعت او پرمختګ باوجود په اقتصادی دنیا او خصوصاْ پرمختللي نړۍ کی نیمګړي شمیرل کیږی. دا خبري خو ټولو ته معلومه دي لیکن هغه څه چی اکثره خلک پري خبر ندي هغه دا ده چی دوی فکر کوي د یوي ویب پاڼی جوړول ډیر ستونزمن او د رمز لیکلو طریقی پراخ معلوماتو درلودلو ته ضرورت شته! لیکن خوشبختانه داسي نده. مختلف ابزارونه شته چی دغه کار تاسو ته ډیر آسانه کوي.

د ذکر وړ ده چی ډیرۍ اشخاص او کمپنۍ شته چی په دی برخه کی کار کوي او له تاسو نه د ویب پاني په جوړولو پیسې اخلي. او کله دا پیسي دومره زیاتي وی چی انسان له خپل فکره پښیمانه کړي. که تاسو هم یو له هغو یاست نو کولائ شی له دغو لاندي ذکر شویو ابزارو په استفادي سره، خپل ځآن ته سایټ جوړ کړئ.

۱. WordPress

ورد پریس (WordPress)د سایټ جوړونی یو له ډیرو خوښوونکو پلیټ فارمونو څخه شمیرل کیږيِ، دغه پلیټ فارم متعدد مضامین او زیاتوونکي لري چی د هغو څخه په استفادی سره په ډیره آسانۍ کولائ شی د خپل ځان او کاروبار لپاره یوه ویب پاڼه جوړه کړئ.

ورډ پریس څخه ټول هغه کسان حتی چی د ویب پانی جوړولو سره مبتدی دی هم کولائ شی کار واخلي.

د سایټ پالنه او د محتوا او موادو مدیریت هم ډیر ساده دئ . حتی که په وبلاګ لیکنه کی هم لږ شانته معلومات هم ولرئ کولای شئ په آسانی سره لدي پلیټ فارم څخه استفاده وکړئ.

ورد پریس د رمز لیکنی یو خلاص محیط دئ چی په وړیا توګه کولای شئ، اوامرو ته لاسرسۍ ولرئ او خپله ویب پاڼه طراحی کړئ.

۲. Drupal

د ډروپال (Drupal)د محتوا د مدیریت یو ابزار دئ چی د ډروپال په استفادی سره نشئ کولای CMS جوړ کړئ. د ډروپال ښه والی او مزیت دا دی چی د ویب پاڼی د مدیریت سیستم پرمختللۍ ده او تاسو کولای شئ پر خپله ویب پاڼه دقیق او هوښیاره څارنه ولرئ. لیکن یواځینی ستونزه یي دا ده چی د ورد پریس په پرتله ډورپال ستونزمن ده.

ډورپال هم د ورد پریس په شان د رمز لیکنی یو خلاص سیستم ده چی ډانلود او کار اخیستل یی وړیا ده.

۳. Joomla

د ورد پریس او ډروپال ورسته جوملا (Joomla)په دریم مقام کی ځآی لري. دغه پلیټ فارم د بنر لګونی پر مدیریت حمایه او تکیه کوي، یعنی له هغه نه په استفادی سره تاسو کولای شئ د مختلفو شرکتونو او کمپنیو تبلیغاتی لیکنی او بینرونه پر خپل ویب پاڼی نشر کړئ.

که غواړئ یو پر مختللی ویب پاڼه ولرئ نو جوملا ستاسو لپاره تر ټولو غوړه انتخاب دئ. ځکه په جوملا کی تاسو تر ۸۰۰۰ اته زره زیات انتخاب او دستورونه ورکولای شئ، یعنی هر هغه څه چی وغواړئ تاسو ته دلته جوړول او موندل یی آسانه ده.

جوملا هم د رمز لیکنی یو خلاص او ډانلودل یی هم وړیا ده.

۴. Xoops

د زوپس (Xoops)ابزار د متوسط یا میانه کارونکو لپاره وړاندي شوئ چی له هغی سره کار کول یو اندازه وخت او مهارت ته اړتیا لري. لیکن ښیګنه يی دا ده چی دلته د مختلفو ماډلو په نصبولو سره خپل ویب پاڼي ته وسعت ورکولای شئ. د دي ماډلونو په استفادی سره د پیغام لیږلو، کارونکی شاخص جوړولو او…. اشاره وکړو. همدارنګه دغه پلیټ فارم د Xoops Module Repository امکانات همه لري چی تاسو ته دا واک او اختیار درکوی تر څو د مختلف ماډلو په منځ کی پلټنه وکړئ.

۵. Bluefish

بلو فیش(Bluefish) یو داسی محیط ده چی له هغي نه د کارولو پر وخت د مخکی جوړ کړي ماډلو سره رمز لیکنه کوئ . دغه پلیټ فارم د HTML د رمز لیکلو او یا تصحیح کولو لپاره جوړ شوی او د ویب پاڼی لپاره د برنامی لیکلو زیات پرمختللی امکانات پکښی موجود دي.

بلو فیش هم د نورو پورته ذکر شویو په شان د خلاص رمز لیکنی او وړیا استفادی امکانات لري.

th

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: