روسي اشغالګرو په سوریه کي ۴۴ ولسي وګړي شهیدان کړي، لسګونه ټپيان دي

دروسي اشغالګرو جنګي الوتکو دسوريې دادلب ولایت په اريحا ښار بمباري کړې، چي په ترڅ کي یې ۴۴ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سوري فعالان وايي، چي دروسيې الوتکو په اریحا کي له ګڼي ګوڼي ډک یو بازار په نښه کړ او دښځو اوماشومانو په ګډون يې ۴۴ تنه شهیدا کړل.

دژغورني دټیم یوه کاروکونکي محمدقیسي رسنیو ته ویلي، چي ګڼه ګوڼه وه او خلک په پير او پلور لګیاوو، چي دروسیې الوتکي په فضا کي راښکاره شوې او په یوه ثانیه کي يې عام وژنه ترسره او هر څه له خاورو سره خاوري کړل.

ویل شوي، چي دډیری ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

که څه هم روسیه ادعاد لري، چي دوی په سوریه کي دداعش په ضد عملیات ترسره کوي، خو دسوريې دبشري حقونو دسازمان او سوري فعالانو په وینا، چي روسیه خپل ډیر بریدونه په ولسي وګړو او نورو ډلو ترسره کوي.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close